د ويښتانوPRP دطبابت په نړي كي د ويښتانو دتوييدوڅخه دمخنيوي او دويښتانو د وده لپاره يو منل شوي بي ضرره نړيوال ميتود دي چه تقريبأ دنړي په اكثره هيوادونو كي او خوشبختانه اوس په افغانستان كي هم د نورو مواردو تر څنګ د ويښتانو دتقوي او دتوييدو څخه دمخنيوي لپاره تري ګټه اخستل كيږي.
په دي ميتود كي د شخص څخه يو مقدار (20-30 ) سي سي وريدي وينه اخستل كيږي او دغه وينه په يو مشخص ماشين كي چي سنترفيوژ نوميږي د يو معين وخت لپاره ايښودل کيږي .
وروسته دهمدغي ويني د پلازما يوه خاصه برخه (چه دپلتليت يا دمويه صفحياتو څخه غني وي او د ودي(نمويي) فکتورونه لري )اخستل كيژي
او وروسته دغه دپلتليتو د حجراتو څخه غني پلازما د سر په پوستکي كي تر موضعي بي حسي وروسته زرق كيږي.
چه په نتيجه كي د ويښتانو د فوليكولونو دتقويه سبب كيږي او دتوييدو څخه يي مخنيوي كوي.
د نيكه مرغه د پي آر پي د جوړيدو طريقه آسانه او د بي درده انستيزي د زرق څخه وروسته تطبيق كيږي.
ديادوني وړ ده چي دغه پروسيجر جانبي عوارض او حساسيتي عكس العمل نه لري او دتاثير لپاره حد اقل شپږ هفتو ته ضرورت لري.
ښه به وي چي دا يادونه هم وکړم چي PRP په يوازي ډول د ويښتانو دتوييدو لپاره درملنه نشي کيداي بلكه دنورو درملو سره چي دوريشتانو د توييدو د درملني لپاره نړيوال طلائي معيارات ګڼل شوي دي يو ځاي دضميموي درملني په ډول كارول كيږي.
د دفعاتواوترمنځ يي واټن باندي لا تر اوسه يو واحد نظر نشته ولي نظر ګټو ته يي چي په دريو کټګوريو ويشل شوي کيداي شي حد اقل له دريو تر پنځو ځلو تکرار کړي .
دا کټګوري په لاندي ډول دي
۱ – هغه کټه ګوري چي وروسته له تطبيقولو څخه ورته فوق العاده ګټور تمام شوي وي
۲ – هغه کټګوري چي تر ۵۰٪ پورته ورته ګټور تمام شوي وي
۳ – هغه کټه ګوري چي تر ۵۰٪ ورته کمه ګټور ثابت شوي وي
چي په دوه اولو کټګوريو کي ورته تکرار توصيه کيږي.
بايد وليکم دا چي مطلوبه نتيجه د ۸-۱۲ مياشتو ته ضرورت لري تر څو خپله شخص يي احساس او لمس کړي
ليكوونكي :ډاكتر فهيم الدين كميسار
د پوستكي ، ښكلا جراحي او ليزر متخصص